د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال فرانک مکینزي ویلي چې سعودي له امریکا تمه لري چې دغه هېواد د ایران له بریدونو څخه خوندي کړي. نوموړي له اسوشیټډ پرس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې په سعودي کې د امریکا د حضور یوازینی هدف د سعودي چارواکو د تمې مطابق دا دی چې دغه هېواد د ایران له احتمالي بریدونو څخه خوندي وساتي. مکینزي د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې دوی د سعودي خوندیتابه ته ژمن دي او ایران ته به اجازه ورنه کړي چې د خپلو نیابتي جنګیالیو په واسطه سعودي کې ګډوډیو ته لار پرانیزي. د ویلو ده چې په دې وروستیو کې د یو شمېر عرب هېوادونو په منځګړیتوب د سعودي او ایراني چارواکو ترمنځ د پټو لیدنو راپورونه هم ورکړل شوي دي او رسنیو د دواړو هېوادونو د چارواکو په حواله د اړیکو د ښه والي تمه ښودلې ده.
































