سره له دې چې پر حکومت په وروستیو کې د اداري فساد پراخ تورونه دي، خو حکومتي چارواکي په دې اړه وضاحت او ځواب ویلو ته نه دي تیار. تازه د ولسي جرګې غړو تېره ورځ د مالیې سرپرست وزیر ته په ګمرکونو او نورو عایداتي برخو کې د شته فساد په تړاو د وضاحت لپاره بلنه ورکړې وه، خو هغه د ولسي جرګې غونډې ته نه دی حاضر شوی. د ولسي جرګې غړو تور پورې کړ چې نوموړی هم په دې فساد کې ښکېل دی، نو ځکه غونډې ته حاضر نه شو. وکیلانو پر لویې څارنوالۍ غږ وکړ چې د مالیې وزیر وروستۍ څرګندونې دې وڅېړي.
په وروستیو کې په افغان حکومت کې د پراخ فساد په اړه ډول ډول راپورونه خپاره شوي دي. تازه د افغانستان پر روڼتیا د څار بنسټ په یوه راپور کې ویلي وو چې په افغان حکومت په تېره په عایداتي اداراتو کې فساد په پلان شوې او سازمان شوې بڼه روان دی. د دغه بنسټ مشر ادعا کړې وه چې په دې فساد کې د افغان حکومت لوړپوړي چارواکي هم لاس لري او هره ورځ د ملي عوایدو میلیونونه افغانۍ شخصي جیبونو ته ځي. د همدې راپورونو په تړاو د مالیې وزارت سرپرست وزیر هم ځينې څرګندونې لرلې او دا یې منلې وه چې هره ورځ لسګونه میلیونه افغانان له ملي عوایدو غلا کېږي او شخصي جیبونو ته ځي. هغه دا هم ویلي وو چې د ګمرکاتو په فساد کې لوړپوړي مامورین او د ولسي جرګې غړي لاس لري.
تازه تېره ورځ د ولسي جرګې غړو د مالیې سرپرست وزیر د وروستي فساد په اړه وضاحت په اړه د جرګې غونډې ته وربللی و چې هغه دې غونډې ته نه دی حاضر شوی. د هغه دې کړنې د ولسي جرګې د غړو غبرګون له ځان سره درلود او ځینو یې د دې غوښتنه کوله چې سرپرست وزیر دې ژر تر ژره څارنوالي ته ور و پېژندل شي او هلته دې د خپلو خبرو په اړه وضاحت ورکړي. د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني هم د غونډې په پای کې د خبرو پر مهال وویل چې هره ورځ میلیونونه ډالر په ګمرکونو کې د فساد له امله حیف میل کېږي او د ملي شتمنیو لوټ روان دی. د میر رحمان رحماني په خبره، د مالیې سرپرست وزیر پخپله ویلي چې هره ورځ اته میلیونه ډالر له ګمرکونو او بندرونو غلا کېږي نو له همدې امله اړتیا وه چې هغه په دې اړه وضاحت ورکړي. د ده په خبره: «د مالیې د سرپرست وزیر د خبرو پر بنسټ، په دې پراخ فساد کې زورواکي، د مالیې وزارت کارکوونکي، ځينې وکیلان او سیاستوال شامل دي. ددې موضوع د ثابېتېدلو لپاره له عدلي او قضايي ادارو غواړو چې موضوع په جدي توګه وڅېړي».
د ولسي جرګې غړو دغه راز خبرداری ورکړ چې له دې مسئلې دومره په اسانه نه تېرېږي او په خبره یې د مالیې وزارت باید ارو مرو د وروستي فساد په اړه وضاحت ورکړي. د ولسي جرګې د رییس میر رحمان رحماني په خبره هره ورځ له ګمرکونو اته میلیونه ډالر حیف میل کېږي چې دا په کابل کې ۲۸۰۰ میلیونه ډالر کېږي او دا د ملي شتمنیو د لوټ په مانا ده چې له دې وطن سره ستر خیانت دی. د ده په خبره: «موږ له دې موضوع دومره په اسانه نه تېرېږو، د مالیې له سرپرست وزیر غواړو چې په فوق العاده غونډو کې ګډون وکړي، د هغو کسانو نومونه افشا کړي چې په دې فساد کې لاس لري. له ټيټ رتبه تر ولسمشره پورې دې د هغو کسانو نومونه افشا کړي چې په ګمرکاتو کې په تعیناتو کې لاس لري».
د مالیې سرپرست وزیر داسې مهال د ولسي جرګې غونډې ته نه حاضرېږي چې په حکومت کې د فساد پر لوړېدونکې کچې نیوکې ډېرې شوې دي. د ولسي جرګې غړي هم وایي، د مالیې وزارت د سرپرست نه راتګ په دې مانا دی چې هغه هم په دې معاملو کې شریک دی او باید ملت ته وضاحت ورکړي.
































