ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د بهرنیو سرتېرو د ایستلو له پرېکړې سره هممهاله استرالیا هم د خپلو سرتېرو د ایستلو پرېکړه کړې ده چې له دې سره ددغه سفارت امنیت ته ګواښونه جوړېدلی شي. په اعلامیه کې راځي چې په افغانستان کې اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ دی نو له همدې امله دوی پرېکړه کړې چې خپل سفارت په کابل کې په موقته توګه وتړي. دغه هېواد ویلي چې د شرایطو له ښه کېدو سره سم به خپل سفارت بېرته کابل ته راولي، خو تر هغه به له افغانستان سره خپلې ديپلوماتیکې اړیکې له کوم بل هېواد پالي. استرالیا ویلي د سفارت تړل په دې مانا نه دي چې دوی له افغانستان سره له خپلو ژمنو په شا شوي، بلکې په خبره یې خپلو همکاریو ته به ادامه ورکوي. دغه سفارت به د مې په ۲۸ مه تړل کېږي. افغان حکومت بیا تر اوسه په دې تړاو غبرګون نه دی ښودلی.
































