پاکستان یو ځل بیا ویلي چې دوی له افغان سولې سره صادقانه مرستې ته تیار دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي دوی له طالبانو سره ښې اړیکې لري خو پر دغه ډله کنټرول نه لري. دده په خبره دوی له افغان سولې سره صادقانه مرستې ته تیار دي او د افغان حکومت په خوښه په دې پروسه کې همکاري کولی شي. قریشي دا هم ویلي چې په افغانستان کې سوله د افغانانو په ګټه ده او په خبره یې طالبان هم افغانان دي او تر جګړې یې په سوله کې ګټه ډېره ده. هغه هیله څرګنده کړې چې ژر تر ژره په افغانستان کې روان تاوتریخوالی پای ته ورسېږي. قریشي داسې مهال دا خبرې کوي چې افغان حکومت پاکستان لا هم د طالبانو ملاتړی بولي او وايي له سولې سره رښتینې همکاري نه کوي.
































