د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې منځني ختیځ ته پر لار دی او هڅه کوي هلته د ثبات په تامین کې مرسته وکړي. دده په خبره د ولسمشر بایډن په لارښوونه به منځني ختیځ کې د اسراییلو او فلسطین له مشرانو سره د لیدنې تر څنګ له خپلو سیمه ییزو ملګرو هېوادونو سره ګوري او پر بېلو مسایلو به خبرې کوي. هغه ویلي دوی په غزه کې د بشري مرستو د رسولو او د جګړو له امله د رامنځ ته شوو ورانیو جوړولو ته ژمن دي او په دې برخه کې به هم خپلې ارزونې ترسره کوي. ده ټینګار کړی چې په سیمه کې د اوربند د دوام او قوت لپاره هڅه کوي.
































