په تاجکستان کې تېره ورځ پارلماني ټاکنې ترسره شوي دي. ددې هېواد د ولسمشر، مشر زوی رستم امام علي د ملي شورا د رییس په توګه ټاکل شوی دی. د تاجکستان د قانون له مخې د ملي شورا رییس د واک له مخې دویم کس دی، که ولسمشر مړ شي او یا هم استعفا ورکړي نو د نوي ولسمشر تر ټاکل کېدو پورې واک دده په لاس کې وي. ۳۲ کلن امام علي د تاجکستان د پلازمېنې ښاروال هم دی. نوموړي له دې وړاندې ددې هېواد په اقتصاد وزارت، د پانګونې په کمېټې، د ګمرکي خدماتو د رییس او له فساد سره د مبارزې ادارې په پوستونو دندې ترسره کړې دي. همدارنګه ویل کېږي چې په دې هېواد کې راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې به شپږ میاشتې وروسته په نومبر میاشت کې ترسره شي.
































