افغان حکومت په کابل کې د استرالیا د سفارت پر تړل کېدو غبرګون ښودلی دی. د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې استرالیا په تېرو شلو کلونو کې له افغانستان سره په بېلو برخو کې همکاري کړې ده او افغان حکومت ددغه هېواد مرستو او همکاریو ته د قدر په سترګه ګوري. سرچینه کاږي د سفارت د تړلو په تړاو افغان حکومت د استرالیا پرېکړې ته درناوی کوي او تمه لري چې دغه پرېکړه موقتي وي. بهرنیو چارو وزارت همدا راز ویلي چې په کابل کې مېشت ديپلوماتیک دفاتر دې د امنیت په اړه اندېښنه نه لري ځکه افغان حکومت د سفارتونو امنیت ته ژمن دی او په دې برخه کې به خپلې هڅې ډېروي. افغان حکومت تمه ښودلې چې استرالیا بېرته ژر تر ژره خپل سفارت په کابل کې پرانیزي. استرالیا بیا ویلي چې د امنیتي ستونزو له امله یې د سفارت د تړلو پرېکړه کړې ده او ديپلوماتیک کارونه به افغانستان ته له کوم بل نږدې هېواد تنظیموي.
































