د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د استونیا له لومړۍ وزیرې کاجه کلاس سره یوې ګډې خبرې غونډې ته په خبرو کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه څرګندونې کړې دي. سټولټنبرګ ویلي چې دوی له افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو په اړه له خپلو متحدینو سره پوره همغږي لري او د یو منظم پلان له مخې به ټول سرتېري له افغانستان څخه وباسي خو ټینګار یې کړی دی چې ناټو به له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي. هغه زیاته کړې چې ناټو به د افغانستان له خلکو سره یو ځای په دغه هېواد کې د تلپاتې سولې لپاره هلې ځلې وکړي او دغه راز به د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو دوامداره روزنې او ملاتړ ته هم ژمن پاتې شي.
































