طالبانو په افغانستان کې مېشتو بهرنیو ډیپلوماټانو او د مرستندویه بنسټونو کارکوونکو ته د خوندیتوب ډاډ ورکړی دی. العربیه د فرانس پرس خبري اژانس په حواله د طالبانو د قطر دفتر د ویاند محمد نعیم له قوله ویلي چې دوی په افغانستان کې مېشتو بهرنیو ډیپلوماټانو او مرستندویه ادارو کارکوونکو ته ډاډ ورکوي چې دوی ته هیڅ ډول ګواښ متوجه نه دی. طالبان دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په افغانستان کې د اسټرالیا سفارت نن ویلي چې په راتلونکو څو وځو کې به په دغه هېواد کې خپل سفارت وتړي. افغان حکومت یې د پرېکړې هرکلی کړی دی خو زیاتوي چې هیله لري دا چاره لنډمهالې وي.
































