امریکا یو ځل بیا له افغانستان څخه د ځواکونو تر وتلو وروسته په سیمه کې پر پیاوړي حضور ټینګار کړی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي ویلي چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل په دې مانا نه دي چې دوی سیمه پرېږدي. هغه زیاته کړې، امریکا خپل ځواکونه له افغانستان څخه وباسي خو یو ځل بیا ژمنه کوي چې خپل سیمهییز متحدین به یوازې پرې نه ږدي. امریکا ژمنه کړې ده چې د سپټمبر میاشتې تر ۱۱مې پورې به خپل ټول سرتېري له افغانستان څخه وباسي خو امریکایي نظامي چارواکو په وار وار ویلي چې دوی له سیمه ییزو هېوادونو سره په خبرو بوخت دي څو د افغانستان او سیمې د څارلو لپاره ورته پوځي اډې ورکړي.
































