د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن ویلي چې نړیواله ټولنه به وهڅوي څو له غزې سره مرسته وکړي. نوموړي نن د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره تر لیدنې وروسته ویلي چې امریکا به په غزه کې د ناوړه بشري وضعیت د ښه کېدو لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي. نوموړي زیاته کړې چې دوی به د خپلو متحدینو په ګډون له غزې سره مرسته وکړي او دغه راز امریکا غواړي ډاډ تر لاسه کړي چې حماس ډله به له یادو مرستو ګټه نه تر لاسه کوي. د ویلو ده چې په غزه کې تېره اوونۍ اوربند وشو خو تر هغه وړاندې اسراییل پر غزې خونړۍ بمباري وکړه چې د ټولې اسلامي نړۍ توند غبرګونونه یې را وپارول.
































