یوه لوړپوړي امریکایي ديپلومات پر طالبانو غږ کړی چې خپل نااعلان شوي پسرلني عملیات ودروي. د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د امریکا یوه ديپلومات جیفري ډېلاورنټ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې طالبان په افغانستان کې د اوسني تاوتریخوالي مسوول دي. دده په خبره طالبانو تاوتریخوالی ډېر کړی دی او جګړو ته یې زور ورکړی، نو ځکه دغه ډلې ته په کار ده چې خپل نا اعلان شوي پسرلني عملیات ودروي او د سولې خبرې چټکې کړي. دده په وینا په افغانستان کې د روانې جګړې زیانونه ملکي وګړو ته اوړي او د بېړني او دایمي اوربند لپاره جدي اړتیا ده چې دواړه خواوې یې باید په اړه هوکړې ته سره ورسېږي.
































