طالبانو د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو غوښتي چې له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو تر وتلو وروسته دې امریکا ته په سیمه کې د پاتې کېدو فرصت نه ورکوي. طالبان په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې وایي، چې بهرني ځواکونه په سیمه کې د ناامنۍ او جګړې اصلي لامل دي او که کوم هېواد بهرنیو ځواکونو ته اډه ور کوي، دوی به ددې ډول ناوړه او پاروونکو کړنو په وړاندې پټه خوله پاتې نه شي. طالبان داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې یو شمېر لویدیځو او سیمه ییزو رسنیو داسې راپورونو خپاره کړل چې ګواکې امریکا له افغانستانه د پوځیانو له ایستلو وروسته په شاوخوا هېوادونو کې د پوځي شتون لپاره د اډو په لټه کې ده. په دې راپورونو کې د مرکزي اسیا، خلیجي هېوادونو او پاکستان یادونه د هغو هېوادونو په توګه شوې چې ښایي امریکا پکې پوځي وغواړي. طالبان وایي، افغان خاوره به د چا د امنیت پر ضد نه استعمالېږي او له نورو هم غواړي چې خپله خاوره او هوايي حریم زموږ د هېواد پر خلاف استعمال نه کړي.
































