لاس انجلس ټایمز وایي چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته د دغه هېواد د وضعیت د لا بدېدو ګواښ موجود دی. راپور کاږي د امریکایي ځواکونو له وتلو سره سم طالبان په دې هڅه کې دي چې کندهار ولایت ونیسي. د راپور له مخې، دغه ډله اوسمهال تر دغه ښار راتاو شوې او دغه ولایت یې تر خپلې کلابندۍ لاندې راوستی دی. راپور کې دغه راز راغلي چې افغان حکومت هم د خلکو د تمې خلاف روان دی، ځکه خلک له دولت څخه امن، ازادي او ښه حکومتولي غواړي خو افغان دولت د بېلو ننګونو له امله د خلکو هیلې نه شي پوره کولی. د ورځپانې په باور همدا لامل دی چې ورځ تر بلې یې د واک کړۍ را تنګېږي.
































