د سپینې ماڼۍ له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د ولسمشر بایډن د ملي امنیت سلاکار له خپل افغان سیال حمد الله محب سره د هېواد پر روان وضعیت خبرې کړې دي. سرچینه کاږي دواړو لورو پر دوه اړخیزو اړیکو او د سولې پر روان بهیر بحثونه لرلي دي. جک سلیوان ویلي دوی په افغانستان کې د یوې سیاسي هوکړې له لارې د روانې جګړې د ختمېدو ملاتړي دي. دده په خبره امریکا د سرتېرو تر ایستلو وروسته هم د افغانانو او افغان حکومت ملاتړ ته ادامه ورکوي. سلیوان زیاتوي چې امریکا د سولې لپاره هر اړخیزو هڅو ته ادامه ورکوي او له افغانانو سره به یې مرستې هم دوام کوي. د افغان حکومت له لوري هم په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې امریکا له افغانستان سره په انکشافي برخه کې د مرستو ډاډ ورکړی دی او ټینګار یې کړی چې پر خپلو کړو ژمنو به عمل کوي.
































