په امریکا کې یوه وسله وال پر خلکو ډزې کړې دي او نهه کسه یې وژلي دي. د راپورونو له مخې د امریکا په کلیفورنیا کې سهار مهال د عامه ترانسپورت د کارکوونکو پر یوه غونډه یوه وسله وال کس برید وکړ او نهه کسه یې ووژل. رسمي حکومتي سرچینو دغه شمېره نه ده تایید کړې خو عیني شاهدان وایي چې وسله وال نهه کسه ووژل او په خپله هم د پولیسو په ډزو کې وژل شوی دی. پولیس وایي دمګړی په ښار کې وضعیت عادي دی خو د پېښې په اړه یې پلټنې پيل کړې دي.
































