ولسمشر غني ویلي چې د امریکا تر وتلو وروسته د همکاریو د بڼې له بدلون پرته نور هیڅ هم تغیر نه کوي. نوموړي چې نن یې د (لوبې بدلون فرصت) تر عنوان لاندې یوې جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې وویل، ټول هغه امکانات او ملاتړ چې د امریکایي او ناټو ځواکونو له لوري برابرېده افغان ځواکونو ته د لېږد په حال کې دي نو د راتلونکي وضعیت په اړه اندېښنه په کار نه ده. نوموړي زیاته کړې چې امریکا او ناټو له افغانستان سره اوږدمهالی امنیتي تړون لري چې په خپل قوت به خپل حال پاتې کېږي خو په وینا یې په نوي فصل کې به یوازې د همکاریو بڼه بدلون ومومي. ولسمشر څرګنده کړې چې سیمه هم د بهرنیو ځواکونو وتلو ته چمتو نه وه او دا ځکه چې افغانستان له دایمي ګټو پرته دایمي دوست او دښمن نه لري. هغه ټینګار کړی دی چې افغانستان نه غواړي د نیابتي جګړو ډګر واوسي نو د نورو په منازعاتو کې د نه داخلېدو په موخه به د بې طرفۍ سیاست غوره کړي. نوموړي دغه راز ویلي چې تر څه وخت مخکې داسې فکر کېده چې افغانستان په وچه کې راګېر هېواد دی خو په وینا یې، افغانستان په کافي اندازه ظرفیت لري او کولی شي خپله ملي بودجه له ملي عوایدو تامین کړي.
































