د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټين کانګریس ته ویلي، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل تر مهالوېش چټک دي. د اسوشیټیدپرېس خبري آژانس د راپور له مخې، اسټین دا نه دي ویلي چې څومره امریکايي پوځیان له افغانستانه ایستل شوي دي. د امریکا د ولسمشر جو بایډن له اعلان سره سم، په پام کې ده چې ټول امریکايي پوځیان د سپټمبر تر یوولسمې پورې له افغانستانه ووځي خو د امریکا پوځي چارواکو ویلي چې د ځواکونو د ایستلو بهیر یې ډېر چټک دی او ښايي ټول پوځیان د جولای تر نیمايي پورې له افغانستانه وباسي. اسټین د کانګرېس د استازو جرګې د تدارکاتو فرعي کمېټې ته ویلي چې وزارت یې ۷۱۵ ملیارد ډالره بودجه وړاندیز کړې او په دې پیسو کې له افغانستانه د تروریستي ډلو له لوري پر امریکا د بیا حملې د مخنیوي لپاره د پوځ د وړتیاوو له لوړولو سره مرسته هم شامله ده. امریکايي قوماندانانو ویلي چې دوی به وروسته له دې چې امریکايي پوځیان له افغانستانه ووځي د القاعده او داعش خطرونه له بهره وڅاري.
































