ولسمشر غني له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل یو نوی سیاسي څپرکی بللی او یو ځل بیا یې پر طالبانو غږ کړی چې د جګړې پر ځای په روغې جوړې فکر وکړي، نه د افغانانو پر وژنې. نوموړي ویلي دا مهال په افغانستان کې د کورنیو تضادونو ټول دلایل له منځه تللي او د بهرنیو ځواکونو وتلو ته اندېښنه نه لري. غني په ارګ کې د مسلکي تعلیماتو او لوړو زده کړو لسګونو پروژو پرانېستې مراسمو ته وینا کې وویل، حکومت یې ټوله هڅه کوي چې طالبان ابادی او وطني مینې ته وهڅوي.غني وویل، د ده په ګډون سیمه او نړۍ افغانستان ته د هیلو او نوي فرصت په سترګه ګوري، هغه فرصت چې د ده په وینا یوازې فساد او د افغانانو بې اتفاقي یې پر وړاندې خنډ کیدای شي.
































