په سوریه کې د ټاکنو تر اعلان وروسته د دغه هېواد ولسمشر بشار الاسد یو ځل بیا د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شو. د یاد هېواد د ټاکنو کمېسیون تېره ورځ اعلان کړی چې بشار اسد په ترسره شوو ټاکنو کې ۹۵ سلنه رایې تر لاسه کړې دي. د هغه دوو سیالانو محمود مرعي او عبدالله سلوم تر ټولو کمې رایې خپلې کړې دي. د سوریې هېواد پارلمان اعلان کړی چې په ترسره شوو ټاکنو کې ۱۴ میلیونه په شرایطو برابرو کسانو ګډون کړی و. په همدغه ترتیب به بشار الاسد د راتلونکو اوو کلونو لپاره نور هم د سوریې د ولسمشر په توګه خپلې دندې ته دوام ورکړي او که د یاد هېواد اساسي قانون بدل نه شي، دا به یې وروستی ځل وي.
































