د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د هوان مرمۍ لګېدو له امله ۹ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان وايي، چې د هوان مرمۍ د طالبانو له لوري د ملکي خلکو په کورونو لګېدلې، چې له امله یې درې تنه ملکي وګړي وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان دي. نوموړي ویلي چې د پېښې ټپيان د امنیتي سرتیرو لخوا روغتون ته انتقال شوي دي. د یو بل خبر له مخې د کاپیسا مرکز محمود راقي کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله درې ملکي وګړي وژل شوي دي. د کاپیسا د پولیسو په وینا دغه چاودنه د محمود راقي ښار اړوند په «شوخي» سیمه کې رامنځته شوې ده. تر دا مهاله وسله والو طالبانو په هلمند کې پر یو کور د راکټ لګېدو او په کاپیسا ولایت کې د ماین چاودنې په اړه څه نه دي ویلي.
































