په تېره یوه میاشت کې د افغان ځواکونو لسګونه پوستې او نظامي مرکزونه د طالبانو لاس ته ورغلي دي. نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغان دولتي او سیمه ییزو چارواکو په حواله خبر ورکړی، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر له پیل سره په لغمان، بغلان، وردګ او غزني ولایتونو کې ۲۶ نظامي مرکزونه او پوستې د طالبانو لاس ته ورغلي دي. د دې راپور په اساس طالبانو د سیمې اوسیدونکو په لاس د نظامي مرکزونو مسوولانو ته د پیغامونو په استولو سره خبرداری ورکړی، چې که تسلیم نه شي نو وبه وژل شي. دا په داسې حال کې ده، چې په تېره یوه میاشت کې څو ولسوالۍ هم د طالبانو لاس ته ورغلي دي. امنیتي چارواکو تر اوسه د دې راپور په اړه څه نه دي ویلي.
































