د هرات د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست وايي چې په وروستیو دوو میاشتو کې له ایران د افغان کډوالو راویستل او هېواد ته راستنېدل څو برابره زیات شوي دي. د دغه ریاست د شمېرو پربنسټ، په تېرو دوو میاشتو کې څه باندې ۷۰ زره افغان کډوال له ایران هېواد ته راغلي چې د هغوی زیات شمېر یې شړل شوي دي. ځينې دغه شړل شوي کډوال وايي چې په ایران کې ژوند ستونزمن شوی او همدارنګه هېواد ته له راستنېدو سره د هرات د پولیسو له خوا ځورول کېږي. دوی وايي په افغانستان کې خپل ژوند ته اندېښمن دي. د هرات د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست د شمېرو له مخې تېر کال نږدې ۴۵۰ زره افغان کډوال د اسلام کلا له لارې هېواد ته راغلي چې له دې ډلې څخه ۱۵۰ زره تنه یې د پولیسو له لوري شړل شوي دي.
































