پاکستان د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د وروستیو څرګندونو په اړه افغان حکومت ته د خپلې خواشینۍ پیغام استولی دی. د راپورونو له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دوی له دې وروسته له حمدالله محب سره ديپلوماتیکې او رسمي اړیکې نه پالي او په سیاسي پرېکړو کې یې حضور نه مني. پاکستاني لوري همدا راز د هغه خبرې د دولتونو ترمنځ د اړیکو د اصولو خلاف بللې دي. پاکستاني سرچینې وايي چې په دې اړه جنرال باجوه هم خپله ګیله ولسمشر غني ته رسولې ده. حمدالله محب څه موده وړاندې په ننګرهار کې د خپلو څرګندونو پر مهال پاکستان په افغانستان کې د څلوېښت کلنې جګړې تر شا وباله او ددغه هېواد پر سیاستونو او دوه مخي چلند یې سختې نیوکې وکړې.
































