د عامې روغتیا وزارت وايي چې د کرونا وبا د هندي بڼې د مواردو د ټېسټ لپاره کیټونه نه لري. د دې وزارت مرستیال ویاند میرویس علیزی وايي، چې په افغانستان کې ښايي د کرونا د هندي بڼې مثبت موارد وي. نوموړی وايي چې افغانستان به په راتلونکې کې د روغتیا د نړیوال سازمان په مرسته لازم کیټونه ترلاسه کړي. په افغانستان کې د کرونا وبا د هندۍ بڼې د خپرېدو په اړه اندېښنې وروسته له هغه زیاتې شوې چې په هند کې د دې وبا د مثبتو مواردو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغی. په همدې حال کې روغتیا وزارت, ويلي چې د کرونا وبا د لازیات خپرېدو له امله به د کابل په ګډون د هېواد په شپاړسو ولایتونو کې ټولې دولتي او خصوصي تعلیمي ادارې د دوو اونیو لپاره تړلي وي. پوهنې وزارت هم د روغتیا وزارت یاده پرېکړه تاییدوي او زیاتوي چې تر دویم امر پورې به ټول دولتي او خصوصي تعلیمي بنسټونه تړلي وي.
































