د امریکا ولسمشر جو بایډن په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو تر وتلو وروسته هم په دغه هېواد کې د القاعده او نورو ترهګرو ډلو فعالیتونه څاري. بایډن تېره ورځ په ویرجینیا ایالت کې یوې غونډې ته ویلي چې د سرتېرو تر وتلو وروسته به افغانستان ته د القاعده ډلې له لوري جدي ګواښ پېښ نه شي. هغه ټینګار کړی دی چې د القاعدې یا داعش د بریدونو تر ټولو لوی ګواښ او احتمال تر دې وروسته له افغانستان څخه نه دی. بایډن د ځای له مشخصولو پرته ویلي چې دا ګواښ هغو پنځو سیمو ته متوجه دی چې د داعش په ګډون د القاعدې او تنظیمي جوړښتونو لپاره پکې زمینه برابره ده. هغه دغه راز د راتلونګو ګواښونو د مخنیوي لپاره د تجهیزاتو د چمتو کولو خبره هم کړې ده.
































