عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د کرونا ویروس د نوې څپې د مخنیوي په موخه د کابل په ګډون په ۱۶ ولایتونو کې د دوو اونیو لپاره د ټولو ښوونیزو مرکزونو د تړل کېدو اعلان کړی. د یاد وزارت چارواکي وايي چې دا پرېکړه یې له پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو سره تر مشورې او په هېواد کې د دغه ویروس د مثبتو پېښو له زیاتېدو وروسته کړې ده.
د دغه وزارت سرپرست وحید مجروح تېره ورځ د پوهنې او لوړو زدهکړو وزارتونو له مسوولینو سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې په دې وروستیو کې د هېواد په ډېریو ولایتونو کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې په مخیني ډول زیاتې شوي او له همدې کبله دوی اړ شول ترڅو په هغو ولایتونو کې چې مثبتې پېښې پکې ډېرې دي، د ښوونیزو مرکزونو د تړلو پرېکړه وکړي.
عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په ډېریو لابراتوارونو کې د کرونا ویروس ۶۵۴ مثبتې پېښې ثبت شوي چې له دې ډلې یې ۲۰ کسان مړه شوي او دغو شمېرو ته په کتو، په هېواد کې د کرونا ویروس د نوې څپې پېښې په بې مخیني ډول د زیاتوالي په حال کې دي.
د سرچینې په خبره، کابل، غزني، هلمند، کندهار، لوګر، ننګرهار، پکتیا، پروان، وردک، پنجشیر، بلخ، لغمان، بدخشان، کاپیسا، کندز او نیمروز هغه ولایتونه دي چې دوې اونۍ به پکې ټول ښوونیز مرکزونه تړلي وي. دغه وزارت په دې اړه په خپره کړې اعلامیه کې په افغانستان کې د کرونا ویروس وضعیت جدي او د اندېښنې وړ بللی دی.
بلخوا د پوهنې او لوړو زدهکړو وزارتونو چارواکو او د ازموینو ملي ادارې د عامې روغتیا وزارت دغه پرېکړه منلې او ویلي یې دي چې تر دوو به په یادو ۱۶ ولایتونو کې ټول ښوونځي، پوهنتونونه او ښوونیز مرکزونه تړلي وي.
لوړو زدهکړو وزارت دا هم ویلي چې د کابل د کانکور ازموینې ګډوانوال دې بایومتریک پروسې د ترسره کولو لپاره تر بل اعلانه په تمه شي. د پوهنې وزارت سرپرستې رنګینې حمید په کابل کې په همدې تړاو په یوه خبري غونډه کې ووي: «دا د ژوند او مرګ مسئله ده، زه د پوهنې د مسوولې په توګه چې په میلیونونو زدهکوونکي او ښوونکي مو ښوونځیو ته راځي، دنده مې ده چې د عامې روغتیا وزارت وړاندیز ومنو او همکاري ورسره وکړو.»
د لوړو زدهکړو وزیر عباس بصیر بیا ټینګار وکړ، چې په پاتې نورو ولایتونو کې دې په ښوونځیو او پوهنتونونو کې روغتیایي تدابیر په جدي ډول مراعات شي.
نوموړي زیاته کړه: «موږ د لوړو زدهکړو وزارت اړونده ټولو ادارو، پوهنتنونو او د لوړو زدهکړو موسسو ته لارښوونې کړې چې د روغتیا وزارت د لارښوونو پر بنسټ ټولې وقایوي سپارښتنې مراعت کړي.»
عامې روغتیا وزارت داسې مهال د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د ښوونیزو مرکزونو د تړل کېدو خبره کوي، چې د یاد وزارت په خبره، افغانستان اوسمهال د کرونا ویروس له درېیمې او وژونکې څپې سره مخ دی او که خلک په دې برخه کې له دوی سره مرسته ونه کړي او روغتیايي سپارښتنې جدي ونه ګڼي، ښايي افغانستان به هم د نورو هېوادونو په څېر د دغه ویروس له کبله له جدي ګواښ سره مخ شي.
































