د ویتنام د عامې روغتیا چارواکو ویلي دغه بڼه له هندي او برېتانوي بڼو په ترکیبي توګه جوړه شوې ده او د پراختیا چټکتیا یې ډېره ده. د سرچینې په خبره دغه ویروس په چټکۍ د هوا له لارې خپرېدلی شي. له هغه وروسته چې کرونا وبا په نړۍ کې خپره شوه ددې ویروس نوې بڼې او ان په زرګونه ډوله کشف شوي دي چې له دې ډلې ډېری یې خطرناک نه دي خو پوهان په دې باور دي چې برېتانوي او هندي بڼې یې خطرونه زېږولی شی. د روغتیا نړیوال سازمان هم د کرونا ویروس ځينې بڼې خطرناکې بللې دي.
































