د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې د افغان حکومت له مذاکراتي پلاوي سره یې کتلي او پر بېلو مهمو مسایلو خبرې شوې دي. دده په وینا په دې لیدنه کې د هېواد پر روان وضعیت بحثونه شوي دي او ټینګار شوی چې افغان جګړه باید د خبرو له لارې ختمه کړل شي. د ډاکټر عبدالله عبدالله په خبره افغان حکومت ددې ملاتړی دی چې روانه جګړه د خبرو له لارې ختمه شي او ټول تمرکز پر مذاکراتو دی. هغه زیاته کړې چې د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی به ژر بېرته دوحې ته ستون شي او هلته په ټپه ولاړ مذاکرات به بیا ځلې پيل کېږي.
































