د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار پر حکومت نیوکه کوي چې د سولې لپاره کارنده پلان نه لري. نوموړي نن په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال وویل چې پر بېلو مسایلو یې له ولسمشر غني سره په لیدنه کې بحث کړی دی، هغه ډېر مسایل ورسره منلي خو ولسمشر بریالی شوی نه دی چې د عملي کولو لپاره یې د خپل ټیم قناعت حاصل کړي. ګلبدین حکمتیار دغه راز پر حکومت نیوکه وکړه چې د سولې لپاره کارنده پلان نه لري او په خبره یې که حکومت په دې برخه کې بریالی نه شي نو دوی به لاس په کار شي. هغه زیاته کړې، له حکومت سره د سولې پر یوه ګډ پلان کار ته تیار دي، خو که حکومت دا چاره ترسره نه کړي نو حزب اسلامي تیار دی چې په یوازې ځان په دې برخه کې اقدامات ترسره کړي او د سولې لپاره یو کارنده او اغېزناک پلان جوړ کړي.
































