روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۹۲۹ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا ناروغۍ اخته ۲۵ کسان مړه شوي هم دي. د دغه وزارت په خبره، له تازه ثبت شویو شمېرو سره په هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو ټول شمېر ۷۱ زره او ۶۹۰ ته، د مړه شویو کسانو شمېر ۲ زره او ۹۴۴ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۵۷ زره او ۲۸۱ ته لوړ شوی دی. د ویلو ده چې د کرونا وبا د درېیمې څپې پراختیا مخنیوي په موخه د کابل په ګډون په ۱۶ ولایتونو کې ټول دولتي او خصوصي پوهنتونه د دوو اوونیو لپاره تړل شوي دي.
































