یو لوړپوړي امریکایي جنرال مارک مېلي یو وار بیا له سپینې ماڼۍ څخه غوښتنه کړې چې د هغو ۱۸ زره افغانانو ژوند وژغوري چې په افغانستان کې یې له امریکایي ځواکونو سره ګډ کار کړی دی. نوموړي زیاته کړې، دوی د امریکایي ځواکونو د ایستلو بهیر چټکتیا برنامه کې د ۱۸ زره افغان ژباړونکو د ایستلو خبره هم سپینې ماڼۍ ته مطرح کړې ده خو په وینا یې هغوی تر اوسه په دې اړه غور نه دی کړی. مېلي څرګنده کړې، ممکن طالبان هغه افغانان په نښه کړي چې له امریکایي ځواکونو سره یې کار کړی دی نو اړتیا ده چې امریکا کې ورته د ژوند کولو زمینه برابره شي. هغه ویلي دا له افغان همکارانو سره د امریکا یو اخلاقي تعهد څرګندوي نو ولسمشر بایډن باید دا مسئله جدي ونیسي.
































