په افغان سولې او جګړې کې د پاکستان د دوه ګوني چلند په تړاو د نیوکو او څرګندونو په دوام، ولسمشر غني وايي چې د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو لومړی باید له پاکستان او بیا له طالبانو سره سوله وشي.
نوموړي د لوبې بدلون تر عنوان لاندې یوه لکچر کې د خبرو پر مهال ویلي چې افغان حکومت سولې ته ژمن دی، خو د پاکستان په خبرو او عمل کې توپير دی. د ده په وینا، د افغانستان سوله د پاکستان په ګټه ده او که دغه هېواد خپلې خبرې او عمل یو شان نه کړي، نو افغان حکومت اړ دی چې لومړی له دوی سره د سولې په لټه کې شي او بیا له طالبانو سره سوله وکړي. هغه ټینګار کړی چې پاکستان لا هم په سیمه کې د ترهګرو ډلو ملاتړی دی او پر دې واقعیت سترګې نه شي پټېدلی. ولسمشر غني همدا راز وویل چې طالبان باید له افغان حکومت سره یو ځای شي او ټینګار یې وکړ چې دغه ډله د زور او وسلو له لارې بریا ته نه شي رسېدلی او افغان ځواکونو په وروستیو کې په مخامخ جګړو کې دغه ډله په شا تمبولې ده.
په افغان مسئله کې د پاکستان د دوه ګوني چلند له کبله دغه هېواد پر افغان چارواکو او نړیوالو سربېره، په کور دننه هم د سیاستوالو له فشار سره مخ دی. د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف حکومت پر ضد جوړ شوي د مخالفو ګوندونو غورځنګ (پي ډې ایم) ویلي چې د پاکستان حکومت باید د افغانستان په اړه سپیناوی ورکړي. د دغه غورځنګ مشر مولانا فضل الرحمان د نورو سیاسي ګوندونو له مشرانو سره یوې ګډې خبري ناستې ته ویلي، د سیمې حالات اندېښمن دي، پي ډې ایم له پاکستاني حکومت څخه غواړي چې د پارلمان یوه ګډه غونډه راوبولي او په علني ډول دې د خپل دفاعي حالت، بهرنۍ پالیسي او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته په پاکستان کې د امریکایي اډو د جوړېدو په اړه د خپرو شویو اوازو په اړه خلکو ته سپیناوی ورکړي. دوی دغه راز پر حکومت د توندو نیوکو ترڅنګ په ټول پاکستان کې د پراخو حکومت ضد اعتراضونو اعلان هم کړی دی.
په ورته مهال د پښتون ژغورنې غوځنګ هم د افغان سولې په تړاو وروستیو څرګندونو او اقداماتو ته غبرګون ښودلی دی. د دغه غورځنګ مشر منظور پښتین وایي چې پي ټي ایم د افغان سولې لپاره په نړیواله کچه غږ پورته کړی او د دوی د مبارزې تر ټولو ستره موخه په لر او بر افغان وطن کې امن او سوله ده. منظور پښتین په خپلو تازه څرګندونو کې زیاته کړې، پرون چې د کرښې دې خواته د کومو سیمو خلک د افغان جګړې لپاره کارېدل، نن په همدې سیمو کې د افغان وطن د امن لپاره سیمنارونه کېږی، د سولې خبرې کېږي او خلکو ته شعور او فکر ورکول کېږي.
پښتین د خپلو خبرو پر دوام ویلي، په افغانستان کې اکثریت افغانان د دوی داوطلب ملاتړي دي، ځکه دوی د هغې جګړې خلاف راوتلي چې د کرښې هغې غاړې ته د پښتنو په ګډون ټول قومونه ترې اغېزمن دي. د پي ټي ایم مشر دغه راز څرګنده کړې چې دوی اوس په افغانستان کې منظم جوړښت نه لري، خو که په راتلونکي کې دغه جوړښت را منځته کېږي، نو په داسې یو نوم او شکل به وي چې هلته د افغانانو د وېشلو سبب نشي؛ ځکه یو له بل بېلوالی او وېش د افغانانو په زیان دی.
د افغان سولې په تړاو د پاکستان د دوه ګوني چلند په تړاو د افغان چارواکو او نړیوالو نیوکې نوې خبره نه ده، بلکې تر دې وړاندې هم دغه هېواد د افغانستان په کورنیو چارو کې پر لاسوهنې او له ترهګرو ډلو پر ملاتړ تورن شوی دی.
































