پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا وبا ۴۶۵ مثبتې پېښې ثبت شوي او ۸ تنه نور مړه شوي دي. په دې سره په یاد هیواد کې د کرونا له امله د مړو شوو کسانو ۱۴۳ او په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر۷۴۸۱ تنو ته ورسېد. د پاکستان د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس تر دا مهاله له کرونا وبا نه ۱۸۳۲ تنه بېرته روغ شوي دي. په دغه هېواد کې تر دا مهاله ۹۲۵۴۸ تنو د کرونا وبا معاینات تر سره کړي دي. تر ټولو زیاتې پېښې ۳۳۹۱ په پنجاب، ۲۲۱۷ په سند،۱۶۳ اسلام اباد،۳۳۵ بلوچستان،۱۰۷۷ خیبرپښتونخوا ایالاتونو کې ثبت شوي دي.
































