امریکا وایي اجازه نه ورکوي چې روسیه د بشري حقونو نقض ته ادامه ورکړي. د امریکا ولسمشر جو بايډن په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې په راتلونکو دوو اونیو کې به له ویلادیمیر پوتین سره ګوري او دا به ورته واضح کړي چې د بشري حقونو د نقض اجازه نه ورکوي. نوموړي همدا راز ویلي چې په سیمه په تېره په منځني ختیځ کې د روانو ناندریو په اړه به هم له روسیې سره خبرې کېږي او دغه هېواد به د جنجالونو له جوړولو راګرځول کېږي. امریکا ویلي دوی له روسیې سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي خو ددې چارې لپاره خپل شرایط هم لري. مسکو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
































