په تازه ناندریو کې د نتنیاهو مخالف لوري سره یو ځای شوي دي او د ګډ حکومت د جوړولو خبره یې کړې ده. دوی ویلي چې په ګډه به نوی حکومت جوړوي او په دې توګه به د نتنیاهو ۱۲ کلنې واکمنۍ ته د پای ټکی ږدي. په ورته وخت کې نتنیاهو بیا د خپلو مخالفینو یو ځای کېدل د اسراییلو لپاره د خطر زنګ بللی او په خبره یې ښایي سترې ګډوډۍ او نا امنۍ رامنځ ته شي. خو د هغه مخالفینو ویلي چې ژر تر ژره به حکومت جوړ کړي او د چارو د سمبالښت لپاره به پراخې هڅې وکړي.
































