په ولسي جرګه کې د کندوز د خلکو استازی انجنیر کمال وایي چې حکومت د هېواد په شمال کې ځینو ځايي قومندانانو او غیر مسوولو وسله والو ته وسلې ورکړې دي او د طالبانو پر خلاف ترې استفاده کوي، خو دغه کسانو د عامو وګړو په ځورونه لاس پورې کړی دی. دده په خبره د بېلګې په توګه حکومت په غلاوو، اختطاف، غصب او قتل کې ښکېل قومندان فتیح ته وسله ورکړې ده او هغه له وسلو په استفادې له عامو وګړو د باج اخیستل پيل کړي دي. نوموړی دغه راز وایي چې یاد قومندان عام خلک د وسله والو طالبانو په نامه ځوروي او شخصي زندانونه لري. د ولسي جرګې نورو غړو هم په نننۍ ناسته کې وویل، چې د افغانستان په شمال کې بهرني وسله وال ځای پرځای شوي او وضعیت له کنټروله وتلی دی.
































