د ولسي جرګې غړو د کرونا له امله د ښوونیزو او تحصیلي بنسټونو پر رخصتولو غبرګون ښودلی دی. د ولسي جرګې ګڼو غړو د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال وویل چې کرونا یوازې په ښوونیزو او تحصیلي بنسټونو کې نه ده او حکومت ته نه ده په کار چې په دې حساسو شرایطو کې ورته اقدامات ترسره کړي. وکیلانو زیاته کړه چې په انلاین توګه د زده کړو کیفیت د اندېښنې وړ دی او محصلین نه شي کولی له دې بهیر ګټه پورته کړي. دوی پر حکومت غږ کړی چې ژر تر ژره په دې اړه پر خپله پرېکړه بیا کتنه وکړي او په دې توګه دې د لوړو زده کړو بهیر او ښوونځي له خنډ او ځنډ سره نه مخ کوي.
































