د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د استازولۍ سرپرست توماس نېکلسن د اروپايي ټولنې یوې غونډې ته د خبرو پر مهال ویلي چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو له پرېکړې سره ددوی په ژمنو کې توپیر نه دی راغلی. د ده په خبره له افغانستان سره د اروپايي ټولنې ټولې ژمنې پر خپل ځای دي او له دغه هېواد سره به د پرمختګ په برخه کې خپلو مرستو او همکاریو ته ادامه ورکوي. هغه ټینګار کړی چې دوی د سولې ملاتړي دي او تمه لري چې افغانستان کې روانه جګړه ژر تر ژره پای ته ورسېږي. له دې سره جوخت ټاکل شوې چې سبا سې شنبه د ناټو ددفاع او بهرنیو چارو وزیران په یوه غونډه کې د افغانستان پر روانه مسئله، سوله او ملاتړ بحثونه او خبرې وکړي.
































