ټاکل شوې افغانستان د ناټو د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو د سبانۍ غونډې د اجنډا یوه برخه وي. د سې شنبې ورځې دا غونډه په انلاین بڼه ترسره کېږي. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ اسوشیټډ پرس خبري اژانس ته ویلي چې د ناټو غړي هېوادونه له افغانستانه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي. سټولټنبرګ ویلي، د دوی ملکي متخصصان به د افغانستان وزارتونو ته مشورې ورکوي او له افغان ځواکونو سره مالي مرسته کوي.
































