پاکستان یو ځل بیا ویلي چې له افغان سولې سره بشپړه او صادقانه همکاري کوي. په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان د هېواد د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره د لیدنې پر مهال ویلي چې په افغانستان کې د سولې ملاتړي دي او په هېڅ صورت نه غواړي چې څوک په زور او له نظامي لارو ځان واک ته ورسوي. منصور احمد خان ویلي افغان جګړه د خبرو له لارې پای ته رسېدلی شي او طالبانو ته هم په کار ده چې پر مذاکراتو تمرکز ډېر کړي. په دې لیدنه کې حنیف اتمر ویلي چې افغان سوله د ټولې سیمې د پرمختګ او ثبات لپاره مهمه ده له همدې امله پاکستان ته په کار ده چې له دې بهیر سره صادقانه او عملي همکاري ډېره کړي.
































