امریکا وایي له افغان پوځ سره به یې مالي او روزنیزې مرستې دوام کوي. په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره د لیدنې پر مهال ویلي چې امریکا په افغانستان کې د روانې جګړې د ختمېدو غوښتونکې ده او ددې ملاتړې ده چې ژر تر ژره افغان جګړه د خبرو له لارې ختمه کړل شي. دواړو لورو د سولې په اړه د نړیوالې ټولنې پر همکارۍ او نړیوالې اجماع خبرې کړې دي او ویلي یې دي چې په دې برخه کې به هم د امریکا هڅې روانې وي. امریکایي لوري دغه راز د سرتېرو د ایستلو پر وروستیو جزیاتو هم خبرې کړې دي او ټینګار یې کړی چې له کابل سره به امنیتي همکارۍ دوام کوي. په دې لیدنه کې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر پر امنیت هم خبرې شوې دي. امریکا ژمنه کړې چې د سرتېرو تر وتلو وروسته هم د افغانانو تر څنګ ولاړ دي او د سولې په برخه کې ددوی د هڅو ملاتړ کوي.
































