استرالیا وایي په افغانستان کې د تاوتریخوالي د ډېرېدو په اړه اندېښنه لري. د استرالیا ددفاعي ځواکونو قومندان جنرال آنګوس کمپبل ددغه هېواد د پارلمان په استماعیه غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي دوی تمه لرله چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به په افغانستان کې جګړې او تاوتریخوالی کم شي، خو په وینا یې اوس خبره برعکس ښکاري. کمپبل وایي ددې احتمال شته چې د سرتېرو تر ایستلو وروسته طالبان تاوتریخوالی ډېر کړي او په دغه هېواد کې جګړې زور واخلي. نوموړي همدا راز په افغانستان کې د استرالیايي ځواکونو د جنګي جنایتونو په اړه ویلي، چې استرالیا په افغانستان کې اغېزناک ماموریت ترسره کړی دی، خو د ځانګړو ځواکونو یوې وړې ډلې جنګي جنایتونه کړي چې د حکومت د عدلي او قضايي ارګانونو ترکلکې څارنې او پلټنې لاندې دي. نوموړي داسې مهال دغه څرګندونې کړې چې تازه استرالیا په افغانستان کې د خپل سفارت د تړلو اعلان هم کړی دی او ددې پرېکړې لامل یې دلته د امنیتي ستونزو ډېرېدل یاد کړي دي.
































