لېبیا کې د فایز السراج په مشرۍ د ملي وفاق دولت وایي، د جنرال حفتر وسله والو په پلازمېنه طرابلس باندې په یوه بې مخینې برید کې ۱۳۲ راکټ توغولي، چې ملکي وګړو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده. د راپورونو له مخې د جنرال حفتر د ځواکونو په یادو بریدونو کې تر ډېره د ملکي خلکو کورنه په نښه شوي، چې له امله یې څلور کسان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي. په ۲۰۱۱ کال کې د معمرقذافي د حکومت له نسکورېدو وروسته دغه هېواد، د ختیځ او لوېدیځ په دوو موازي حکومتونو وېشل شوی دی. یو یې د هېواد په لوېدیځ پلازمېنه طرابلس کې د وفاق ملي په نوم د «فایز السراج» په مشرۍ چې نړۍ په رسمیت پېژندلی او بل یې په ختیځ کې د طُبرُق په نوم د جنرال حفتر په مشرۍ موازي حکومت دی، چې تر ډېره د اماراتو، سعودي عربستان، او ځینو نورو هېوادونو ملاتړ ور سره دی.
































