د پروان ولایت مرکز چاریکار کې د ملي امنیت د موټرو پر کاروان چاودنه شوې ده چې په پایله کې یې د ملي امنیت اته کارکوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د یاد ولایت امنیتي مسوولینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو د پروان د ملکي روغتون رییس عبدالقاسم سنګین ویلي چې له یادې پېښې څخه درې جسدونه او پنځه ټپیان روغتون ته وروړل شوي دي. پېښه نن وروسته له غرمې شاوخوا درې بجې رامنځته شوې ده. تر اوسه د شوې چاودنې پړه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.
































