د افغان حکومت او طالبانو د مذاکراتي ټیمونو ترمنځ خبرې بیا ځلې پيلېږي. د راپورونو له مخې د افغان حکومت او طالبانو مذاکراتي پلاوی به د پنجشنبې په ورځ په دوحه کې سره ګوري او د سولې په ټپه ولاړې خبرې به بیا ځلې پیلېږي. سرچینو رسنیو ته ویلي چې په دې خبرو کې به تر ټولو مخکې د تاوتریخوالي پر کمېدو خبرې کېږي او پاکستان ددغه خبرو د بیا پیلېدو په برخه کې هڅې کړې دي. په ورته وخت کې افغان حکومت هم تایید کړې چې یو پلاوی یې دوحې ته تللی دی او ژر به مذاکرات بیا ځلې پيل شي. د طالبانو د قطر دفتر ویاند بیا ویلي چې د مذاکراتو د پيل کره ورځ نه ده ټاکل شوې خو همدا چې پیل شي په قطر کې د طالبانو د مذاکراتي پلاوي غړي خبرو ته تیار دي. دا راپورونه داسې مهال خپرېږي چې په کور د ننه تاوتریخوالی ډېر شوی دی خو د سولې خبرې په ټپه ولاړې دي.
































