په کابل کې د تېر ماښام دوو پرله پسې چاودنو ۲۲ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. دغه چاودنې تېر ماښام د کابل ښار د درېیمې ناحیې اړوند سیمه کې وشوې. لومړۍ چاودنه پر یوه کرولا ډوله موټر شوې ده خو دویمه چاودنه پر یوه کاسټر ډوله مسافر وړونکي موټر شوې ده. په دواړو چاودنو کې لس کسه وژل شوي او دوولس نور ټپیان دي. د کورنیو چارو وزارت وایي چې وژل شوي او ټپیان ټول ملکي وګړي دي. تر اوسه ددغه پېښو مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی. همدا راز د کابل په شمال کې هم یوه چاودنه شوې چې د برېښنا د یوې پایې د نړېدو سبب شوې او د کابل برېښنا یې پرې کړې ده.
































