د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې له کرونا وبا سره د مبارزې په موخه یې د چین تولید شوي واکسین د اضطراري وېش لپاره تایید کړي دي. دغه واکسین سینووک نومېږي او روغتیا نړیوال سازمان وایي چې باوري دي او د کوواکس په پروګرام کې به د نړۍ پر هېوادونو ووېشل شي. د چین لومړني تایید شوي واکسین سینوفارم نومېږي چې هغه هم د روغتیا نړیوال سازمان په کوواکس پروګرام کې شامل شوي دي. کوواکس پروګرام د روغتیا نړیوال سازمان له لوري د کرونا ضد واکسینو د وېش په موخه جوړ شوی چې هدف یې هم په عادلانه توګه د نړۍ هېوادونو ته د دغه واکسینو رسول ښودل شوي دي.
































