په کابل کې ډېری روغتیايي مرکزونه او کلنیکونه د اکسیجن له کمښت سره مخ دي. د رسنیو د راپورونو له مخې د کابل په ډېری خصوصي روغتونونو او کلنیکونو کې د کرونا ناروغان ډېر شوي چې له امله یې د اکسیجن کمښت رامنځ ته شوی او په بازارونو کې هم د اکسیجن بیه لوړه شوې ده. په کابل کې ځينو ناروغانو او د دوی د کورنیو غړو ویلي چې روغتونونه یې د اکسیجن د کمښت له امله ناروغان نه بستروي. د کابل ښار ځينې اکسیجن پلورونکي هم وایي چې د اکسیجن بیه لوړه شوې ده. ددوی په خبره دغه بیې له څلورو سوو افغانیو ۱۶ سوه افغانیو ته لوړې شوې دي. افغان حکومت بیا تر دې وړاندې هم د اکسیجن د رسولو او ډېر تولید ژمنه کړې وه. دا ستونزې داسې مهال رامنځ ته کېږي چې په وروستیو کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر مخ په لوړېدو دی.
































