پاکستان وایي په افغانستان کې دې ټول ښکېل اړخونه د سولې رامنځ ته شوی فرصت نه ضایع کوي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي په خپلو تازه څرګندونو کې یو ځل بیا ټینګار کړی چې د افغانستان د سولې له پروسې سره بشپړه همکاري کوي او په دې برخه کې هر اړخیزو هڅو ته ادامه ورکوي. دده په وینا دوی د یوه ولسواک، خپلواک او با ثباته افغانستان غوښتونکي دي له همدې امله د سولې له پروسې سره همکار دي. قریشي ویلي په افغانستان کې ښکېل اړخونه باید د سولې لپاره رامنځ ته شوی فرصت ضایع نه کړي او ټول اړخونه باید هڅه وکړي چې روانه جګړه د خبرو له لارې ختمه شي. پاکستانی لوري یو ځل بیا ویلي چې افغان جګړه له نظامي لارو د ختمېدو وړ نه ده او مذاکرات ددغه جګړو د ختمولو یوازینۍ لار ده.
































